د هند صدراعظم نن له ولسمشر بايډن سره ګوري

د هند صدراعظم نرندرا مودي

د هند صدراعظم نرندرا مودي به نن په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره ماښامنۍ وخوري او سبا به په سپینه ماڼۍ کې ورسره خبرې ترسره کړي.

مودي به له امریکا څخه په دې رسمي کتنه کې چې پرون سې شنبې یې پیل کړې، د امریکا کانګرس ته هم وینا وکړي.

له ۲۰۱۴ م کال راهیسې چې مودي د هند د صدراعظم په توګه دنده پیل کړې، دا یې امریکا ته پنځم ځل سفر دی.

له متحدو ایالتونو د مودي دغه رسمي کتنه به تر شنبې پورې دوام وکړي.

د روېټرز د راپور له مخې تمه ده چې د دې سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنعت او پرمختللې ټکنالوژۍ سکتورونو په برخه کې همکاري پراخه شي او هند به د امریکا له هغې حساسې ټکنالوژۍ څخه برخمن شي چې واشنګټن یې په کمساري توګه له غیرمتحدینو سره شریکوي.