ملګرو ملتونو له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر نیونو او ځورونو خبرې کړي

په کراچۍ کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي افغان کډوال. July 2022

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' وايي چې د افغان کډوالو د وروستیو نیونو او ځورونو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د 'یو این ایچ سي آر' ویاند قیصر اپریدي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، دا ستونزه له پاکستاني چارواکو سره شریکه شوې او هغوی ژمنه کړې چې حل به یې کړي.

پرون د جون په شلمه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل پر پاکستان غږ وکړ چې د افغان کډوالو ځورول او نيول بند کړي.

په اسلام اباد کې دېره افغان کډوال له تېرو څو ورځو راهیسې وايي چې پولیس یې نیسي او بند ته یې اچوي، خو پرون په پېښور کې دېره افغان کډوالو هم مشال راډیو ته وویل، پولیس له تېرو څو ورځو راهیسې چاپې پرې وهي او هغه کسان نیسي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.