امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

د افغانستان په اړه د امنیت شورا د مخکېنۍ غونډې انځور

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه د بندو دروازو ترشا له سلا مشورو وروسته په پرانیستې غونډه کې بحث وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یاد سازمان د مرستندوی دفتر یوناما مشره روزا اوتونبایووا او د افغانستان د مدني ټولنې یوه استازې د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

همدا راز په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا استازي به هم غونډې ته ویناوې وکړي.

تمه ده چې د امنیت شورا په غونډه کې له افغانستانه د تروریزم پر ګواښ هم خبرې وشي.

په افغانستان کې بشري حقونه، په تېره د نجونو او ښځو تعلیم او کار بله هغه مسئله ده چې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې به خبرې پرې وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه ورځې وروسته له هغې د افغانستان په اړه خبرې کوي چې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سختو محدودیتونو ته په اشاره له دولتونو وغوښتل چې جنسیتي توپیرپالنه یا جنسیتي اپارټاید دې یو نړیوال جرم وګڼي چې د ده په وینا دا به له دې سره مرسته وکړي چې طالبان د افغان ښځو پر وړاندې د جدي او سیستماتیک ناوړه چلند حساب ورکوونکي وبلل شي.