چارواکي: ارمني ځواکونو د اذربایجان په سرحدی سیمو بریدونه کړي

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې ارمني ځواکونه

د اذربایجان دفاع وزارت وايي چې د نخچېوان سیمې د سدارک ناحیې په حیدراباد ښارګوټي کې یې پر ځینو مرکزونو د ارمنستان د ویدي سیمې په سرحد کې برید شوی.

دې وزارت بېګا په یوه بیان کې وویل چې ارمني ځواکونو همدا راز د ناګورنا قره باغ د بېلتونپالې سیمې په سوشا سیمه کې هم د اذري ځواکونو پر سنګرونو ډزې کړې دي.

بیان زیاتوي چې اذري ځواکونو هم دې ډزو ته مناسب ځواب ویلی دی.

په دې اړه د ارمنستان د حکومت له لوري تر اوسه څه نه دي ویل شوي او دا راپور د خپلواکو سرچینو له خوا هم نه دی تایید شوی.