کرزي د لوستو او علمي کادرونو وتل د افغانستان لپاره لویه ضایعه بللې

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له هېواده د لوستو ځوانانو او علمي کادرونو وتل د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

د کرزي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې نوموړي دغه څرګندونې پرون سې شنبه د بېلابېلو ولایتونو له ځینو ځوانانو سره په کتنه کې وکړې.

د اعلامیې له مخې، کرزي د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.

پخواني ولسمشر له افغان ځوانانو غوښتنه وکړه، چې له هېوادونه لاړ نه شي او د خپل هېواد په ابادۍ او پرمختګې برخه واخلي.