چین له جرمني سره دوه اړخیزې اړیکې نوي پړاو ته رسوي

د عکس ښي لور ته د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ او چپ لور ته د چین صدراعظم لي چیانګ

د چین صدراعظم ویلي، هېواد غواړي له جرمني سره خپلې دوه اړخیزې اړیکې نوي پړاو ته ورسوي.

د چین د دولتي راډیو په حواله، لي چیانګ پرون سې شنبه په برلین کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره په کتنه کې دا خبره کړې ده.

لي چیانګ ویلي، دواړه لوري باید دې ته په شدت کار وکړي، چې د خلکو ترمنځ په راکړه ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د چین صدراعظم جرمني او فرانسې ته خپل سفر د دوشنبې په ورځ داسې مهال پیل کړ، چې اروپا هڅه کوي پر چین په خپله اقتصادي اتکا کې توازن رامنځته کړي.