د روسیې دفاع وزیر اوکراین ته خبرداری ورکړی

د روسیې دفاع وزیر سرګې شویګو

د روسیې دفاع وزیر سرګې شویګو نن اوکراین ته خبرداری ورکړ چې که د لوېدیځ له توغندیو په استفادې پر کریمیا برید وکړي، سمدستي به ترې غچ واخلي.

شویګو وویل، د اوکراین د وسله والو ځواکونو مشران پلان لري چې د کریمیا ټاپووزمې په ګډون چې روسیې له خپلې خاورې سره ملحق کړې، د روسیې پر قلمرو د امریکایي هیمرز او برتانوي ستورم شډو توغندیو په ذریعه برید وکړي.

هغه زیاته کړه چې د پوځي ځانګړیو عملیاتو له زون څخه بهر له دا ډول توغندیو استفاده به دا معنا لري چې متحده ایالات او ستره بریتانیا په بشپړه توګه په دغه جګړه کې ښکېله شوې او هغه به د دې سبب شي چې په اوکراین کې د پرېکړو پر مرکزونو سمدستي بریدونه وشي.

په وروستیو اوونیو کې کریمیا او د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې یو شمېر سیمو کې له بهره د ډرون د یو شمېر بریدونو راپورونه ورکړل شول.

کییف تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.