ملګري ملتونه: د روسیې د یرغل له پیله د جون تر اتلسمې ۹۰۸۳ اوکراینیان وژل شوي

د روسي ځواکونو له لوري د اوکراین په ریه سیمه کې د راکټي برید له کبله یوه ویشتل شوې ودانۍ چې ژغورونکې ډله د عملیاتو پر مهال لیدل کېږي. 13 June 2023

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ دفتر وايي چې پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له پیله د روانې جون میاشتې تر ۱۸ مې نېټې پورې د اوکراین ۹۰۸۳ ولسي وګړي وژل شوي او نږدې ۱۶ زره نور ټپیان دي.

روسیې د تېر کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین یرغل وکړ.

د ملګرو ملتونو دې ادارې نن په یوه بیان کې خبرداری ورکړ چې ښايي د جګړې اصلي تلفات تر دې څو ځلې زیات وي.

بیان زیاتوي چې یوازې په جون میاشت کې د ۱۱۲ ولسي وګړو وژنه او د ۴۴۵ تنو ټپي کېدو هم تایید شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا اکثر قربانیان د روسیې په توپچي او همداراز په راکټي او هوايي حملو کې وژل شوي دي.