روسي ځواکونو پر کییف او نورو لویو ښارونو بریدونه کړي

د روسي ځواکونو له لوري پر کییف د یوه راکټي برید صحنه

د اوکراین پلازمېنه کییف او څو نور لوی ښارونه تېره شپه د روسیې په راکټي بریدونو کې په نښه شول.

د کییف والي سیرهي پوپکو نن پر ټلګرام ولیکل چې د پلازمېنې د هوايي مدافعې سیستم د تېرې شپې په اوږدو کې د روسیې د ډرون پراخ بریدونه شنډ کړل او د ایران ساخت نږدې شل ډرونونه یې راوغورځول.

پوپکو زیاته کړه چې په تېرو اتلسو ورځو کې دا پر کییف د روسیې لومړۍ حمله وه.

د کییف والي همداراز وویل چې په پلازمېنه کې د هوايي حملو الارم څه باندې درې ساعته دوام وکړ.

هغه زیاته کړه چې د بېګانیو حملو د تلفاتو په اړه سمدستي جزییات نه‌شته.

د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک ویلي چې له ټولو ۳۵ ډرونونو څخه ۳۲ د دوی له خوا غورځول شوي دي.