د بخښنې نړيوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو نيونه او ځورونه پای ته ورسوي

په پاکستان کې بندي افغان کډوال

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو خپلسره نیول او ځورول سملاسي پای ته ورسوي.

دغه سازمان د پناه غوښتونکو کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د جون په شلمه نمانځل کېږي، دغه غوښتنه کړې ده.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د دغه سازمان په حواله لیکلي، دا کډوال چې پاکستان کې له نیولو او ځورونو سره مخامخ دي، تر ډېره هغه افغانان دي چې د طالبانو له ناوړه چلنده تښتېدلي دي.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا یوې مسوولې دینوشیکا دیسانایک ویلي، د افغانانو وضعیت ته د نړیوالو نه پاملرنه د ژورې اندېښنې وړ ده.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې یو شمېر مېشتو افغانانو هم د دوی په وړاندې د پولیسو د ناوړه چلند او ځورونې په تړاو شکایتونه کړي دي.

د پاکستان چارواکو تر دې وړاندې ویلي، له هغو کسانو سره قانوني چلند کوي چې د سفر اسناد نه‌لري.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو او اروپا ته د افغانانو د غیر قانوني مهاجرت بهیر د پخوا په پرتله زیات شوی دی.

د اروپايي ټولنې د احصایې دفتر وايي چې، د روان کال په فبرورۍ کې افغانان په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو له عمده ډلو څخه وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۴۵ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.