د طالبانو ادعا: داعش ډله ځپل شوې او بله وسله‌واله ډله نه‌شته

د داعش بیرغ

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله داعش سخته ځپل شوې او بله فعاله وسله‌واله ډله نه‌شته.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش د دفتر یا سیګار وروستی راپور هم رد کړ.

سیګار په خپل تازه راپور کې داعش ډله، القاعده شبکه او د ملي مقاومت جبهه د طالبانو د رژیم پر وړاندې امنیتي ګواښ یاد کړی.

د داعش خراسان ډلې په بدخشان کې د وروستیو چاودنو مسوولیت منلی چې، په ترڅ کې یې د بدخشان لپاره د طالبانو د مرستیال والي نثار احمد احمدي او په بغلان کې د طالبانو د پخواني امنیه قوماندان په ګډون شل تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.