رسنۍ: افغان طالبانو د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې خبرو د پیلولو هڅې پیل کړي

ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د قبایلي مشرانو د یوه پلاوي په استولو سره د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې بیا پیل کړي.

اکسپرس تریبیون ورځپاڼې د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د قبایلو یو پلاوی په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي له مشر نورولي محسود سره لیدلي او هڅې یې پیل کړي چې دا خبرې بیا پیل شي.

خو ورځپاڼې د پاکستان د حکومت د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړی چې دوی وايي، اسلام آباد نور له پاکستاني طالبانو سره خبرې نه غواړي.

د طالبانو حکومت د دې راپور د خپرېدو تر وخته په دې اړه څه نه دي ویلي.