د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو افغان خبریال 'رضا شهیر' نیولی

رضا شهیر

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو د راه فردا راډیو تلوېزیون خبریال رضا شهیر نیولی او نا معلوم ځای ته یې بیولی دی.

دې مرکز نن په یوه بیان کې د رضا شهیر د ورور، وهاب شهیر له قوله لیکلي چې رضا د شنبې په ورځ له هرات څخه کابل ته پر لار و، چې د زابل ولایت په شاه جوۍ ولسوالۍ کې د طالبانو امنیتي ځواکونو ونیوه.

په زابل ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پېښې په اړه بې‌خبري ښودلې.

د طالبانو حکومت رسماً د رضا شهیر د نیولو په اړه څه نه دی ویلي، خو د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په ۱۴۰۱ کال کې یې له خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو سره د تشدد، ۲۳۷ قضیې ثبت کړې دي.