بلېنکن د چين له ولسمشر سره وکتل

د عکس ښي لور ته د چین ولسمشر شي جین پینګ او چپ لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په پېکېنګ کې د روغبړ پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل.

دغه لیده کاته نن دوشنبه پېکېنګ ته د بلېنکن د دوه ورځني کم‌ساري او محوري سفر په پای کې شوي دي.

د چین دولتي رسنیو ویلي، د دغو لیدو کتو هدف دا دی څو ډاډ ترلاسه شي چې د لویو قدرتونو ترمنځ اوسنۍ لانجې په شخړه وانه‌وړي.

دا له ۲۰۱۸ کاله وروسته چین ته د امریکایي چارواکو لومړنی سفر بلل کېږي.

بلېنکن چین ته د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د بهرني سیاست له یوه لوړپوړي چارواکي او دغه راز بهرنیو چارو وزیر او نورو مسوولانو سره کتلي دي.