د پاکستان په قامي اسمبله کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی علي وزیر بیا د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې د حکومتي سرچینو او پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په حواله دا خبر ورکړی دی.
د علي وزیر موټر چلونکي بادشا پښتین نن مشال راډیو ته ویلي، دوی موټر کې روان وو، چې په سپلګه سيمه کې امنيتي ځواکونه علي وزیر کوز او له ځان سره يې پوځي کلا ته يووړ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ ادريس پښتين هم پر ټويټر ليکلي چې علي وزیر هغه مهال نيول شوی چې د قامي اسمبلې په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته روان و.
پر علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه پر غړو تازه تور پورې شوی چې خپلو ویناوو کې یې د امنیتي ادارو په ضد د کرکې پارولو هڅه کړې ده.
علي وزیر همدې ته ورته تورونو باندې نږدې دوه کاله زنداني و او د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۱۴مه نیټه ازاد شو.