د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه د 'ولکر تورک' په خبرو پیلېږي

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د عمومي غونډې انځور

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه د بشري حقونو په چارو کې د دغه سازمان د لوی کمېشنر ولکر تورک په خبرو پیلېږي.

تورک به دغې غونډې ته چې نن دوشنبه پیلېږي، غړو هېوادونو ته د نړۍ د بشري وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ او له ښځو او نجونو سره د تبعیض په چارو کې د ملګرو ملتونو د یوې کاري ډلې مشره دوروتي ایسترادا غونډې ته د افغانستان په اړه معلومات ورکوي.

بېنیټ تېره اونۍ د افغانستان بشري په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلې یې دي، دغه هېواد کې ښځې په سیستماتیک ډول له عمومي صحنې څنډې ته کېږي.

د طالبانو حکومت د هغه دا راپور یو اړخیز او له واقعیته لرې بللی دی.