بلېنکن د چین د بهرني سیاست له لوړپوړي چارواکي سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د چین د بهرني سیاست له لوړپوړي چارواکي وانګ یي سره د روغبړ پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن چین ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د چین د بهرني سیاست له لوړپوړي چارواکي وانګ یي سره وکتل.

وانګ یي، د چین په حکومت کې د بهرنیو چارو تر وزیر کین کانګ هم لوړ ځای او صلاحیت لري.

بلېنکن پرون له خپل چینایي سیال کین ګانګ سره هم وکتل او د لیدو کتو موده یې ۷ نیم ساعته وه، د ملاقات دا موده تر پلان شوي وخت زیاته وه.

بلېنکن په دې کتنه کې څرګنده کړه چې امریکا د یوې ازادې، خلاصې او په نړیوالو قوانینو او نظم ولاړې نړۍ غوښتونکې ده.

بلېنکن خپل چینایي سیال ته د واشنګټن د سفر بلنه هم ورکړه.