طالبانو د سرطان اوومه 'چهارشنبه' د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان ستره محکمه

د طالبانو سترې محکمې د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان وکړ چې راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

د طالبانو سترې محکمې پرون یکشنبې په یوه اعلامیه کې وویل، د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټې په مشرۍ د رسمي اعلان پر اساس چې شاهدانو د ذوالحجې میاشت لیدلې او شرعي محکمې ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې، نن دوشنبې د ذوالجې اوله نېټه ده.

د اعلان له مخې د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ به چې د ۱۴۰۲ هه ش کال د سرطان میاشتې له اوومې نېټې سره برابره ده، د نېکمرغه لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

د سعودي عربستان رسنیو هم خبر ورکړی چې هلته هم د ذوالجې میاشت لیدل شوې او د راتلونکې سې‌شنبې ورځ به عرفه او چهارشنبه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.