روسیې تر ولکې لاندې سیمو څخه د لیدنې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه نه ده منلې

په خرسون کې د کاخوفکا بند تر ویجاړېدو وروسته سېلابونه وبهېدل او ملکیانو ته د اکمالاتو لارې وتړل شوې.

ملګرو ملتونو پرون یکشنبه ویلي، روسیې یې تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې څو هغه سیمې چې د پوځ تر لنډمهالې ولکې لاندې یې دي، وګوري.

دا غوښتنه وروسته له هغې کېږي چې د جون میاشتې پر شپږمه د اوکراین د کاخوفکا بند تر ویجاړېدو وروسته سېلابونه وبهېدل او ملکیانو ته د اکمالاتو لارې وتړل شوې.

د اوکراین لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي دنیس براون په یوه اعلامیه کې ویلي، ملګري ملتونه به د ضروري لاسرسي پیدا کولو لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

هغه وویل د روسیې له چارواکو غواړي چې د نړیوال بشري قانون له مکلفیتونو سره سم عمل وکړي.

کییف د بند په ویجاړولو کې روسیه په لاس لرلو تورنوي، خو روسیه دا تور نه مني.