شمالي کوریا د یوه پوځي سټلایټ ناسم توغول تر ټولو لویه ناکامي وبلله

ارشیف

شمالي کوریا وايي، تېره میاشت یې د یوه پوځي سټلایټ ناسم توغول تر ټولو لویه ناکامي وه.

د دغه هېواد دولتي اژانس 'کې سي این اې' نن دوشنبه راپور ورکړی، چې دا خبره د واکمن ګوند په تازه کلیدي غونډه کې مطرح شوه.

دغه لویه غونډه د جمعې اویکشنبې ترمنځ رابلل شوې وه، چې کارګرانو او څېړونکو ته په کې امر وشو، د پوځي سټلایټ د ناکامې توغونې په باب څېړنه وکړي او په نږدې راتلونکي کې د بل سټلایټ توغولو ته ځانونه چمتو کړي.

ویل شوي پر هغو کسانو سخت انتقاد شوی، چې د سټلایټ د توغولو مسوولیت لري.

هغه توغندی چې د شمالي کوریا اکتشافي سټلایټ یې لېږداوه د مې میاشتې پر ۳۱مه یې توغول ناکام شول.