طالبانو د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو په تړاو د سیګار راپور رد کړ

په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای د طالبانو د علمیاتو یو انځور. 14 February 2023

د طالبانو حکومت د سیګار هغه راپور رد کړ چې ویلي یې دي، طالبان د خپل واک د ساتلو لپاره په زیاتېدونکي ډول او د بېلابېلو ډلو له‌خوا امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن رسنیو ته استولې خبرپاڼه کې لیکلي: "د افغانستان اسلامي امارت په وضعیت باندې بشپړ کنټرول لري او اجازه به ورنه کړي چې هېڅ کومه ډله یا جهت افغانستان بي امنه کړي او یا د افغانستان خاوره د بل چا په ضد وکاروي."

سیګار د روان ۲۰۲۳ کال د لومړیو درېیو میاشتو په راپور کې داعش، القاعده او د مقاومت ملي جبهې په ګډون یو شمېر نورې ډلې د طالبانو د اوسني رژیم پر وړاندې امنیتي ګواښ بللی و.

خو د طالبانو حکومت وايي، هېڅ بهرنۍ وسله وال ډله په افغانستان کې فعاله نه‌ده او د داعش په نامه استخباراتي پروژه هم سخته ځپل شوې او د نابودۍ په سرحد ولاړه ده.

طالب چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د داعش د ځپل کېدو ادعا کوي چې وروستیو کې یې ان د دوی لوړپوړي چارواکي هم په نښه کړي دي.

تر خوا یې د پاکستان په ګډون، ډېری ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او سیمې ته د امنیتي ګواښ په اړه اندېښنه ښيي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د څارنې او څېړنې کمېټې هم خپل ۱۴م راپور کې چې تېره اوونۍ خپور شو لیکلي، طالبانو د القاعده او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه‌دي پرې کړي او تر خوا یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوحې په تړون کې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.