د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان پر بشري وضعيت بحث کېږي

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د یوې غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا سبا دوشنبه په جینوا کې د افغانستان پر بشري وضعیت، دغه راز د ښځو او نجونو د حقونو په باب بحث کوي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ تېره دوشنبه ویلي وو، دی به دغې غونډې ته برابر شوی راپور وړاندې کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې ریچارډ بېنيټ او د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون د حقوقي تګلارې د برخې مسوول یان سایدرمن به د افغانستان د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت په اړه ویناوې وکړي.

په دغه راپور کې چې یوه برخه یې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د سیستماتیک تبعیض تر ټولو ښکاره بېلګه د طالبانو له‌خوا د فرمامونونو، پرېکړو او دستورالعملونو صادرول دي چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر نه د ۲۰۲۳ کال تر مې میاشتې پورې یې شمېر څه باندې پنځوسو ته رسېږي.