د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير تهران ته سفر کړی

د عکس ښي لور ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او چپ لور ته د هغه ایرانی سیال حسین امیر عبداللهیان

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر تهران ته په خپل سفر کې د ریاض او تهران ترمنځ د پخلاینې لپاره نن یکشنبه نور ګامونه هم واخیستل.

فیصل بن فرحان له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره د سیمې پر امن خبرې وکړې وروسته یې د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره وکتل او هغه ته یې د سعودي عربستان د سفر بلنه ورکړه.

له ایران سره د سعودي عربستان چې سنیان ورباندې واکمني کوي، اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې په ۲۰۱۶م کال کې د ریاض له‌خوا د یوه شیعه دیني عالم، نمر باقر النمر تر اعدام وروسته معترضانو په تهران کې د عربستان پر سفارت او په مشهد کې یې پر قونسلګرۍ حمله وکړه.

سعودي عربستان او ایران، په تېره مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب د خپلو اړیکو د عادي کولو او د خپلو سفارتونو د پرانیستلو موافقه وکړه.