په هرات کې اورلګېدنې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ تاوان اړولی

ارشیف

په هرات کې د جامو او سینګار توکو په یوه لوی مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله دوکاندارانو ته لږ تر لږه سل میلیونه افغانۍ تاوان اوښتی.

د هرات سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې اور د هرات ښار په اوومه ناحیه کې لګېدلی وو او څو ساعته یې لمبې ختلې.

د اور د بلېدو علت د برښنا د مزو شارټي یاده شوې ده.

لږ تر لږه دوه سوه دوکانونه په دې پېښه کې سوځېدلې او مالکان یې د میلیونونه افغانیو د تاوان خبره کوي.

چاته په دې پېښه کې د مرګژوبلې د رسېدو راپور نه دی ورکړل شوی، خو د هرات د اطفائيې لس تنه غړي د لوګیو په خاطر مسموم شوي.