په پاکستان کې د موټر د چپه کېدو له امله ۱۲ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي

ارشیف

په پاکستان کې پولیس او روغتیايي چارواکي وايي، نن د پنجاب ایالت پر لویه لار د یوه بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي.

ددغه بس بریک له کاره لوېدلی و.

د لويې لارې د پوليسو وياند ثاقب وحيد وايي، دغه بس له پلازمېنې اسلام اباد څخه لاهور ښار ته روان و.