امریکا له اوکراین سره د ۲۰۵ میلیونه ډالرو نوې مرسته اعلان کړه

د اوکراین سرتېري د جګړې لومړۍ کرښه کې

د امریکا متحد ایالتونو له اوکراین سره د ۲۰۵ میلیونه ډالرو نوې مرسته اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن تېر ماښام په یوه بیان کې وویل چې دا مرستې د اساسي خدماتو لپاره دي لکه د خوړو، اوبو، روغتیایي چارو، پوهنې او د داسې نورو شیانو لپاره چې ډېر اړین دي.

بلېنکن زیاته کړه چې دا مرستې به هغو خلکو ته د خپلو کورنیو له غړیو سره د تماس نیولو زمینه هم برابره کړي چې د جګړې له امله خواره واره شوې دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ۲۰۲۲م کال د فبروري له میاشتې راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی تر پنځه میلیونه ډېر اوکراینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.