روسي ځواکونو نن پر کييف هوايي بريدونه کړي

په خرسون کې د روسي بریدونو له کبله یوه ویشتل شوې ودانۍ

د اوکراین پر پلازمېنه کییف نن د روسیې له لوري هوايي بریدونه وشول.

تر دې مخکې د اوکراین څو سیمې د روسيې له‌خوا د بې‌پیلوټه الوتکو او کروز توغندیو د وژونکو بریدونو سره مخامخ شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د افریقايي هېوادونو یو لوړپوړی پلاوی د سولې د خبرو اترو په موخه کییف ته رسېدلی دی.

پلاوی د کیيف په شمال لوېديځ کې بوچا ښار ته لاړ چې د هوايي برید زنګ وکړنګول شو.

بوچا هغه ځای دی چې د اوکراین په وینا روسي پوځیانو په‌کې د تېر کال په مارچ میاشت کې ملکي خلک وژلي وو.

د ازادي راډيو د خبر له مخې، د جنوبي افريقا، سينيګال، زامبيا، کومور او مصر د چارواکو په ګډون پلاوي ويلي، د بریدونو له دوام سره سره به له اوکراین څخه خپلې لیدنې ته دوام ورکړي.