د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډله نن د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې د ایران پر وړاندې سیالي کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې چې دغه سیالي د اسیا د ملتونو او نړیوال جام لارموندنې پړاو سیالۍ دي چې افغان لوبډله په ب ګروپ کې ځای لري.
د یاد فدراسیون د خبر پر اساس چې سیالي د تایلینډ هېواد په بانکوک ښار کې ترسره کېږي.
د ویلو ده چې د افغانستان د کمعمره ځوانانو ملي لوبډله به دوه نورې سیالۍ د جنوبي کوریا او قطر هېوادونو پر وړاندې ترسره کړي.