په کرکټ کې تر ټولو تاریخي او پخوانۍ لوبلړۍ 'ایشیز' نن یو وار بیا د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ پیل شوه.
په دې لوبلړۍ کې پنځه ټېسټ سیالۍ شاملې دي او لومړۍ لوبه یې د انګلستان په برمنګهم ښار کې پیل شوې ده.
د لومړۍ سیالۍ پچه انګلستان ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده.
د دې لوبلړۍ وروستۍ ټېسټ لوبه به د جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېږي.
د کرکټ پوهان وايي چې دا سیالۍ دواړو هېوادونو ته خورا مهمې وي او هر ملک یې چې وګاټي د نړیوال جام تر ګټلو ورته کم ارزښت نهلري.
د انګلستان کرکټ بورډ د دې لوبلړۍ تر پیل وړاندې له ټېسټ لوبو متقاعد شوی لوبغاړی معین علي یو وار بیا دې ته اړ کړ چې په دې سیالیو کې ګډون وکړي.
دغه په دوړاو لوبډلو کې د ډیویډ وارنر، سټیوسمیت، میچل سټارک، پاټ کمینس، بین سټوکس، جیمي انډرسن، سټوارت براډ او جو روټ په څېر نوموتي لوبغاړي لوبه کوي.
د ویلو ده چې اسټرالیا لوبډلې تازه د ټېسټ اتلولیو په پایلوبه کې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره نړیواله اتلولي هم ګټلې ده.