د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د زاپوريژيا اټومي بټۍ وضعيت جدي وباله

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي د زاپوریژیا اټومي بټۍ د لیدنې پر مهال

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، د کاخوفکا بند له ویجاړېدو وروسته په اوکراین کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ وضعیت جدي دی.

په داسې حال کې چې د روسیې تر نیواک لاندې د زاپوروژیا اټومي بټۍ د خوندیتوب په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي، رافایل ګروسي پرون د جون په ۱۵مه د یوې څېړونکي پلاوي په مشرۍ د اروپا دې ترټولو لوی اټومي بټۍ ته ورغلی.

تېره اوونۍ، د کاخوفکا بند په ماتېدو سره د هغو اوبو اندازه کمه شوه چې د دې بټۍ د ریکټورونو د ډېرې تودوخې مخه نیسي.

ګروسي وویل، د بټۍ دا ډنډ یې له نږدې لیدلی او کافي اوبه لري، خو باید نړۍ د یوې لويې احتمالي پېښې له خطره خبره وي.

د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې يوه وياند رويټرز خبري اژانس ته ويلي، د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته د رافایل ګروسي په مشرۍ پلاوی د ډزو له امله د لنډ وخت لپاره ودرېد، خو د پېښې په اړه نور معلومات نه‌دي ورکړل شوي.