د اوکراين د اقتصادي هوساينې لايحه د امريکا کانګرس ته وړاندې شوه

د امریکا د کانګرس ودانۍ

د اوکراين لپاره د اقتصادي هوساينې لايحه د امريکا کانګرس ته وړاندې شوه.

یو لایحه چې له مخې به یې په امریکا کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو له لارې اوکراین ته نورې مرستې برابرې شي، د امریکا سنا او د استازو جرګې ته وړاندې شوې.

د اوکراینیانو لپاره د اقتصادي هوساینې او فرصتونو بیا رغونه قانوني لایحه پرون د جون په ۱۵مه د متحده‌ایالاتو د کانګرس دواړو جرګو ته وړاندې شوه.

دا لایحه د متحده‌ایالاتو ولسمشر ته دا واک ورکوي چې په امریکا کې د روسیې کنګل شوې شتمنۍ ضبط او د اوکراین سره د مرستې لپاره یې وسپاري.

د اډاهو ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور جیم ریش چې د دې لایحې ملاتړ کوي، ویلي چې په ټوله نړۍ کې د روسیې له ۳۰۰ میلیاردو ډالرو زیاتې شتمنۍ کنګل شوې دي او د هغه په وینا، د روسیې وحشت ته په پام سره دا سمه ده چې کنګل شوې پیسې د اوکراین په بیارغونه کې د مرستې لپاره وکارول شي.