افغانستان کې د پیسو د ورکړې سیستم د پیاوړتیا په اړه متخصصان خبرې کوي

د نړیوال بانک نښان

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییسه وایي، په افغانستان کې د پیسو د ورکړې د سیستم د پیاوړتیا په اړه له سلو زیات متخصصان خبرې کوي.

ملیندا ګود د پنجشنبې په ورځ په څو ټویټونو کې ویلي چې په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون پنجشنبې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې پیل شوې، د نړیوالو او کورنیو بانکونو، د دیجیټالي خدمتونو، نړیوالو شریکانو او د مدني ټولنې کارپوهانو ګډون کړی.

د هغې په خبره دا ډول سیستم دا مسئله هم ډاډمنوي چې مرستې به د افغانستان وګړو ته رسېږي او هم به له خصوصي سکتور سره مرسته وکړي چې لا زیات افغانان وګوماري.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لوېدیځ له خوا د بندیزونو په ترڅ کې د افغانستان پر بانکي سیستم هم بندیز لګول شوی چې د پیسو د لېږد رالېږد چارې یې له ستونزو سره مخ کړي دي.