د فیلیپین د سنا جرګې بهرنیو اړیکو کمېټه د افغان کډوالو د موقتي منلو پر طرحه بحث کوي

ارشیف: په ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور

د فیلیپین د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه نن جمعه پر هغې طرحې بحث کوي چې پر بنسټ یې دا هېواد هغه په زرګونه افغانان په موقتي توګه په خپله خاوره کې مني چې په امریکا متحدو ایالتونو کې مېشتېدو ته انتظار باسي.

په واشنګټن کې د فیلیپین سفیر خوزه مانویل رومالدز د پنجشنبې په ورځ له سي این این سره په مرکه کې وویل، هېواد یې په اکتوبر میاشت کې له متحدو ایالتونو یو غوښتنلیک ترلاسه کړی چې د موقت وخت لپاره افغانان ومني.

هغه زیاته کړه د دغه وړاندیز له مخې هغو افغانانو ته به چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی د کډوالۍ ځانګړې ویزې صادرې شې او چارې به یې په فیلیپین کې په یوه مرکز کې مخ ته وړل کېږي.

د فیلیپین دغه لوړپوړي ډیپلومات همدارنګه وویل، د هغو معلوماتو له مخې چې ده ترلاسه کړي، د دغو افغانانو او د هغوی د کورنیو شمېر شاوخوا پنځوس زره کسانو ته رسېږي.