رییسي: د ایران او کیوبا اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په کیوبا کې له ولسمشر میګویل دیازکنیل سره د نظامي ګارډ د کتنې پر مهال

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د لاتینې امریکا درې هېوادونو ته د سفر په وروستي تمځای کې د کیوبا له ولسمشر میګویل دیازکنیل سره وکتل.

رییسي ونیزیویلا، نیکاراګوا او کیوبا ته چې لکه د ایران په څېر د امریکا د متحده‌ایالاتو تر بندیزونو لاندې دي، په دې هدف سفر کړی چې په لاتینه امریکا کې له خپلو متحدانو زیات ملاتړ څرګند کړي.

د ایران ولسمشر د کیوبا په پلازمېنه هاوانا کې خبریالانو ته وویل، ایران به د برښنا جنراتورونو، بیوتکناولوژي، کانونو او نورو برخو کې د ګډ کار کولو فرصتونه وڅېړي.

رییسي زیاته کړه چې د ایران او کیوبا ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.

د کیوبا ولسمشر بیا رییسي ته وویل چې کیوبا، ونیزیویلا او نیکاراګوا په اتلولۍ سره د امپریالیزم د مداخلې په وړاندې مبارزه کړې ده.