سمندري توپان؛ هند او پاکستان کې څه باندې يو لک کسان تخليه شوي

داسې وېره شته چې دغه توپان به هستوګنیزې سیمې زیانمنې او د برښنا مزي پرې کړي.

په هند او پاکستان کې څه باندې یو لک کسان د یوه سمندري توپان له څپو مخکې تخلیه شوي دي.

داسې وېره شته چې دغه توپان به هستوګنیزې سیمې زیانمنې او د برښنا مزي پرې کړي.

د هوا پېژندندنې متخصصان وایي، د هند د ګجرات مندوي او د پاکستان کراچۍ ښار د توپان په مخه کې پراته دي.

دغه سمندري توپان له توندو بادونو او بارانونو سره مل دی.