اوکراين ته د نورد سټريم پايپ لاين د ویجاړېدو په تړاو خبرداری ورکړل شوی و

نورد سټریم پایپ لاین د روسیې له‌خوا جوړ شوی چې په وسیله یې د روسیې ګاز جرمني او نورې اروپا ته رسېږي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي‌ آی‌ اې تېر کال اوکراین ته خبرداری ورکړی و چې د نورد سټریم پایپ لاین ویجاړ نه‌کړي.

سي‌ آی‌ اې دغه خبرداری وروسته تر دې ورکړ چې د هالند د استخباراتو په وسیله د دغه پایپ لاین د ویجاړېدو له توطیې نه خبر شول.

د یو شمېر اروپایي او امریکایي رسنیو له‌خوا په دې اړه خپاره شوي راپورونه به په بالتیک سمندر کې د نورد سټریم پایپ لاین معما نوره هم پېچلې او ژوره کړي.

دغه پایپ لاین تېر کال سپټمبر کې د هغو چاودنو له کبله ویجاړ شو چې تر اوسه تر ارزونې لاندې دي.

تر دغې پېښې وروستو لوېدیځو چارواکو د ملامتۍ ګوته روسیې ته ونیوله.

اوکراین پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

نورد سټریم پایپ لاین د روسیې له‌خوا جوړ شوی چې په وسیله یې د روسیې ګاز جرمني او نورې اروپا ته رسېږي.