کرکټ؛ د اسیا جام سیالۍ په اګست کې پیلېږي

د هند او افغانستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې پخوانۍ لوبې انځور

د کرکټ اسیاي شورا د خبر پر اساس چې د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالۍ به په راتلونکي اګست کې پیل شي.

یادې شورا د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، اسیاجام سیالۍ به د اګست په ۳۱مه نېټه په پاکستان کې پيل شي او د سپټمبر په ۱۷مه نېټه به په سریلانکا کې پای ته ورسېږي.

په دې اسیا جام کې ټولټال ۱۳ سیالۍ ترسره کېږي، چې ۴ به یې په پاکستان کې او پاتې ۹ سیالۍ به یې سریلانکا کې وي.

سږ کال افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او نيپال په دوو بېلابېلو ګروپونو کې سره سیالۍ وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې به د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته لاړې شي چې د هغې پړاو دوه مخکښ هېوادونه به پایلوبه ولوبوي.

د ویلو ده چې د تېر کال اسیاجام اتلولي سریلانکا ګټلې وه.