روسي ځواکونو يو ځل بيا د اوکراين پر يو شمېر سيمو بريدونه پيل کړي

اوکراین کې د روانې جګړې له لومړۍ کرښې یو انځور

روسیې یو ځل بیا د اوکراین پر دنیپرو پیروتروفسک ښار د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړه.

نن د جون ۱۵مه د اوکراین پوځ او د سیمې چارواکو ویلي، توغندیو دوه صنعتي ځایونه په کروی ریح ښار کې په نښه کړي او یو تن يې ټپي کړی دی.

د سیمې والي سیرهي لیسک پر خپل ټلېګرام لیکلي چې دې توغندیو صنعتي تاسیساتو ته پراخ زیانونه رسولي دي.

د اوکراین هوايي مدافع ویلي، په دنیپرو پیتروفسک ښار کې یې ۲۰ بې‌پیلوټه ایرانۍ الوتکې له منځه وړي دي او د روسیې له لوري د کروي ریح پر فابریکو یې په څلورو توغول شویو کروز میزایلو کې ۳ شنډ کړي دي.