په هلمند کې د 'سباوون' خصوصي تلوېزيون خپرونې بېرته پيل کړې

په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز روم

په هلمند ولایت کې د 'سباوون' په نوم یوه خصوصي تلوېزیون له نږدې دوه کلن ځنډ وروسته بېرته خپرونې پيل کړې.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی مسوول ظریف کریمي تېره شپه ازادي راډیو سره خبرو کې دا کار دبیان ازادۍ لپاره ښه پرمختګ یاد کړ.

نوموړي وويل: "له نېکه‌مرغه د افغانستان د رسنیو ټولنې ته یو خوشاله کوونکی خبر دا دی چې سباوون تلوېزیون په هلمند ولایت کې له سره خپرونې پيل کړې، خو په ټوله کې د رسنیو اقتصادي وضعیت، په ځانګړې توګه د هلمند د رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی."

سباوون تلوېزیون نږدې دوه کاله وړاندې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته خپل فعالیتونه ودرول.

تر دې وړاندې د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پر رسنیو اقتصادي فشار زیات شوی او دوی ویلي، شاوخوا پنځوس فیصده رسنیز بنسټونه تړل شوي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې د خصوصي رسنیو د مالي ملاتړ یوه طرحه هم جوړه کړه چې د رسنیو د دفاع ټولنو یې هرکلی وکړ.