هند افغانستان ته شل زره ټنه نور غنم لېږي

ارشیف: هند تېر کال هم له افغانستان سره د زرګونه ټنه غنمو مرسته کړې

د هند حکومت پرېکړه کړې چې افغانستان ته شل زره ټنه نور غنم د ایران د چابهار بندر له لارې ولېږي.

د فایننشیل ټریبیون په ګډون د هند یو شمېر رسنیو د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، د دغو شل زرو ټنو غنمو لومړنۍ محموله چې دوه نیم زره ټنه دي، د همدې اوونۍ تر پایه هرات ولایت ته رسېږي.

هند له افغانستان سره د دغو مرستو هدف د بشري ناورین د مخنیوي هڅه بللې ده.

د راپورونو له مخې هند تر دې مخکې هم څلوېښت زره ټنه غنم د پاکستان د ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته لېږلي دي.

د سیمې او نړۍ د هېوادونو له دې مرستو سره سره افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې روان میلادي کال څه باندې اته ویشت میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري.