د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د زاپوریژیا له اټومي بټۍ کتنه ځنډولې

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي د اوکراین د زاپوریژیا له اټومي بټۍ څخه خپله پلان شوې کتنه ځنډولې ده.

د اوکراین د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط رویټرز آژانس ته ویلي، تر هغو چې د روسیې تر کنټرول لاندې دغې بټۍ څخه د خوندي کتنې ډاډ نه وي ترلاسه شوی، ګروسي به سیمې ته لاړ نه‌شي.

ټاکل شوې چې ګروسي اوکراین ته په سفر کې چې پرون سې شنبې یې په کییف کې له چارواکو سره خبرې ترسره کړې، نن له دې بټۍ څخه کتنه ترسره کړي، خو یوې ډیپلوماتیکې سرچینې ویلي چې د ګروسي سفر به د څو ساعتونو لپاره وځنډېږي.