اوچا له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره نوی ارزول شوی پلان خپور کړی

ارشیف: په ارزګان کې اړمنو سره د مرستې له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا په افغانستان کې بشري اړتیاو ته د رسېدو په نوي اروزل شوي پلان کې چې نوی یې خپور کړی ویلي چې په دې هېواد کې سږ۲۰۲۳ کال شل میلیون وګړي د مرستو لپاره په نښه شوي چې په دوی کې پنځه میلیونه یې ښځې، ۱۱،۹ میلیونه یې ماشومان او ۱،۸ میلیونه یې معلولان دي.

اوچا نن چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې د ا د هغو ټولو ۲۸،۸ ميلیون وګړو برخه ده چې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي، د دې لپاره چې د مرستو لپاره له په نښه شویو خلکو سره مرستې وشي، مرستندویه شریکان یې دوه ميلیارد او ۲۶۸ ميلیون ډالرو ته اړتیا لري.