تېر کال ټوله نړۍ کې ۱۱۰ میلیونه وګړي له خپلو کورونو بې‌ځایه کړای شوي

په اسلام اباد کې افغان کډوال

ملګرو ملتونو نن وویل چې په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې له خپلو کورونو جبري کډوالۍ ته اړ شوي په بېساري توګه ۱۱۰ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' وايي، په اوکراین کې د روسیې جګړې، له افغانستانه د خلکو د کډوالۍ بهیر او په سوډان کې جګړې د کډوالو شمېر بېسارې کچې ته رسولی دی.

پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د میاشتې له یرغل راهیسې ۵،۷ میلیونه اوکراینیان کډوالۍ ته مجوره شوي چې دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کډوالو تر ټولو ګړندۍ بهیر دی.

ترکیه د ۳،۶ ميلیونه، ایران د ۳،۴ ميلیونه، کولمبیا د ۲،۵ ميلیونه، جرمني د ۲،۱ ميلیونه او پاکستان هم د ۱،۷ ميلیونه کډوالو کوربانه دي.