اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونو په دوو سيمو ۶ کسان وژلي

روسي ځواکونو د اوکراین په اودیسه کې دغه پلورنځی ویشتی چې ځاني او مالي زیانونه یې اړولي.

د اوکراین چارواکي وایي، پر جنوبي ښار ادیسه او د دونیڅک په ختیځه برخه کې د روسیې د تېرې شپې توغندویي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

د اوکراین پوځ نن چهارشنبې سهار وختي وویل، د روسیې پوځ د تور سمندرګي پر بندري ښار ادیسه څلور کلیبر توغندي وتوغول چې ګودامونه، یو سوداګریز مرکز، یو ښوونځی، د استوګنې یو کمپلکس او په ښار کې یو پلورنځی یې په نښه کړل.

په دغو بریدونو کې درې ته وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

پوځ همدارنګه ویلي چې د څلورو توغندویو دوه یې راغورځول شوي دي.

په عین حال کې د دونیڅک د سیمې والي پاولو کیریلینکه نن په خپله فېسبوکپاڼه کې په کراماتورسک او کوستانتینیوکه کې د روسیې په توغندویو بریدونو کې د د درې کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د اوکراین د دنیپروپتروسک د سیمې والي هم د دویمې ورځې لپاره د بریدونو خبر ورکړی خو د احتمالي اوښتو زیانونو راپورونه تر اوسه نه‌دي ورکړل شوي.