د بریتانیا له هوټلونو مېشت کړای شوي زرګونه افغانان ایستل کېږي

د لندن یوه څنډه

بریتانیا په زرګونو هغو افغانانو ته چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته ورغلي او په هوټلونو کې په موقتي ډول مېشت دي، خبر ورکړی دی چې د اګست تر پایه له هوټلونو ووځي.

دا خبرداری په داسې وخت کې دغو کډوالو ته ورکړل شوی چې په بریتانیا کې سیمه‌ییزې شوراګانې وایي، دوی د کرايي کورونو له کمښت سره مخامخ دي او دومره ډېر شمېر کډوالو ته ژر کورونه نه‌شي چمتو کولی.

په تېر څه باندې یو نیم کال کې په هوټلونو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د بریتانیا د کډوالو د چارو د ادارو په خوښه کورونو ته کډه کړې ده، خو شاوخوا اتو زرو نورو افغانانو دا کورونه رد کړي چې ښایي اوس له ستونزو سره مخامخ شي.