ټرمپ له محرمو اسنادو د ناوړه استفادې تورونه رد کړل

ټرمپ له دې مخکې نیویارک کې محکمې ته هم حاضر شوی و.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت د محرمو اسنادو د ناوړه استفادې په تور محکمې ته له حاضرېدو وروسته پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل.

ډونالډ ټرمپ پرون په میامي کې محکمې ته حاضر شو.

ټرمپ د راتلونکې کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید کړی دی.

کتونکي وایي چې د دې اسنادو څېړل ښایي یو کال یا هم تر کال ډېر وخت ونیسي.