پاکستان له روسیې اومه تېل د چین په پیسو پېرلي

ارشیف

د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک تایید کړه چې له روسیې یې اومه تېل د چین په پیسو، یوان ارزانه پېرلي دي.

هغه رویټرز خبري اژانس ته د تېلو د بیې او تخفیف په ګډون د دغې معاملې په اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دغه تېل یې د چین په پیسو یوان پېرلي دي.

نوموړي ویلي، د هغه قراراد له مخې چې د روان کال په لومړیو کې د اسلام‌اباد او مسکو ترمنځ شوی، د روسیې د تېلو لومړۍ جوپه د تېرې یکشنبې په ورځ کراچۍ ته رسېدلې.

د نوموړي په وینا، د دواړو دولتونو ترمنځ د شوي قرارداد له مخې به روسیه سل زره ټنه تېل پاکستان ته ورکوي چې، ۴۵ زره ټنه یې رسېدلي او پاتې پر لاره دي.

د پاکستان له‌خوا د روسیې د تېلو پېرل مسکو ته چې د اوکراین د جګړې له امله لوېدیځو بازارونو ته د تېلو صادرات کموي او هند او چین یې د تېلو پر لویو واردونکو بدل شوي، یوه نوې لاره پرانېزي.