نن د افغانستان او ایران د فوټبال ملي لوبډلو سیالي ده

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلوليو په ترڅ کې نن سه‌شنبه د جون ۱۳مه خپله دویمه سیالي له ایران سره ترسره کوي.

د کافا اتلولیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي ۱ د صفر پر وړاندې کوربه قرغزستان ته وبایلله.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، د ایران پر وړاندې سیالۍ چې د کابل پر وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې به پیل شي مشر روزونکی عبدالله المطیري به د محرومیت له امله په دې سیالۍ کې ګډون ونه‌کړای شي.

خبر زیاتوي، په دې لوبه کې به پخوانی افغان لوبغاړی حمیدالله یوسفزی به د افغانستان د مشر روزونکي دنده ترسره کړي.

د ویلو ده چې د سیالۍ ګټونکې لوبډلې ته به درې نومرې ورکول کېږي.