کندهار کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

په خوارځواکۍ اخته افغان ماشوم

په کندهار ولایت کې د هوا له تودېدو سره د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسوولان وايي، د روان کال په وري میاشت کې ۱۱۰ ماشومان د علاج لپاره دوی ته راوستل شوي وو، خو دا شمېره په غويي میاشت کې ۲۸۱ ته لوړه شوه.

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې په دې وروستیو کې ویلي و، چې د افغانستان په لیرې پرتو سيمو کې، روغتیایي مرکزونو ته د نه لاسرسي او کمزوری اقتصاد له کبله په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.