فوټبال؛ نن افغانستان او ایران سیالي لري

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

په پام کې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د مرکزي اسیا د اتلولۍ په لوبلړۍ کې خپله دویمه سیالي له ایران سره وکړي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماښام ۷:۳۰ بجو پیلېږي. افغانستان په دې لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه یو صفر کوربه قرغیزستان ته وبایلله.

له بلې خوا د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې به سبا په ټېست لوبه کې سره مخامخ شي.

د هېواد د کرکټ وتلی ستوری راشدخان به په دې لوبه کې ګډون ونه کړي.

راشدخان څه موده مخکې د تمرین پر مهال د ملا درد احساس کړ او ډاکترانو د دمې سپارښتنه ورته وکړه.

افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې د ټېسټ لوبو اجازه ترلاسه کړه او تراوسه یې ۶ ټېسټ لوبې کړي چې ۳ یې ګټلې دي.

ملي لوبډلې په ۲۰۱۹ کال کې د راشدخان په ګډون له بنګله‌دېش څخه ټېست لوبه ګټلې وه.